ایکنا د اماراتو د رسمي خبري آژانس (وام)له قوله راپور راکړد قرآن کریم د هغو سیالیو د نهم پړاؤ په مقدماتي ټاکنو چې سلطان بن خلیفه آل نهیان د موسیسې له خوا او د اماراتو د اوقافو او اسلامی چارو د عمومي ادارې او د ښونې او روزنې د وزارت په ملګرتیا سره ترسره کیږي ، یو سل دیرش قرآن زده کونکي انجونې غوره شوي دي .
نهائي مرحلې ته په رسیدونکو انجونو کې ۶۳د ښونځیو زده کونکي او ۶۷ هم د اماراتو د قرآن کریم د حفظ د مرکز قرآن زده کونکي انجونې دي چې له ۳۱۴زده کونکو او د قرآن د حفظ له مرکزونو یوسل پنځه شپیته انجونې ددغو سیالیو لپاره ټاکل شوي دي .
په دغو سیالیو کې ګډون کونکي ۳۴ انجونې بدني مشکلات هم لري یعني پرکوټې دي او ۲۴نوره هم د اصلاح او تربیّت له مرکزونو څخه په دغې مرحلې کې برخه اخستې ده .
ددغو سیالیو د قاضیانو پلاوي په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،چې د قرآن کریم د سیالیو په نوي مرحلې کې هم په یولسو څانګو کې سیالۍ کیږي ، چې په یوې کې ئې د ټول قرآن حفظ کونکي وي او عمرونه ئې هم له یویشت کلونو کم وي همداراز په دوهمې څانګې کې له اتلسو کلونو کم عمره انجونې هم د قرآن کریم د شلو سپارو په حفظ کې سیالۍ کوي همداراز په نورو سیالیو کې هم پرکوټې انجونې او د عمر په لحاظ سره په کمو سپارو او په کمو سورو حفظ کولو څانګو کې برخه اخستلی شي .